د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اسلاماباد هڅه کوي چې امریکا او ایران بېرته د «اسلاماباد تفاهملیک» له مخې خبرو اترو ته راوګرځوي.
د یاد وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، پاکستان له دواړو هېوادونو غواړي چې د تفاهملیک له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او تخنیکي خبرې اترې بېرته پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ایران ترمنځ له وروستیو متقابلو بریدونو وروسته دواړو لورو اعلان کړی چې د دوی ترمنځ موقتي هوکړه له منځه تللې ده.

