د چین د زلزلې د شبکو مرکز ویلي، د چین په چینګهای ولایت کې په ۱۸ دقیقو کې دوې زلزلې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، د لومړۍ زلزلې شدت ۵.۷ درجې او د دویمې زلزلې شدت ۵.۸ درجې ثبت شوی دی.
راپورونه وایي، دواړو زلزلو د ځمکې لاندې شاوخوا ۱۰ کیلومتره ژوروالی درلود.
تر اوسه د دغو زلزلو له امله د احتمالي زیانونو او مرګژوبلې په اړه کوم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

