د امریکا ډالر د نړیوالو اسعارو په بازار کې د یوې میاشتې تر ټولو لوړې کچې ته لوړ شوی، ځکه پانګوال لا هم د امریکا د فدرالي زیرموبانک (Federal Reserve) له خوا د سود د کچې د لوړولو احتمال ارزوي.
د رویټرز د راپور له مخې، د ډالر شاخص د نورو مهمو اسعارو پر وړاندې لوړ شوی چې لامل یې د امریکا د سود کچې د راتلونکېتګلارې په اړه د بازارونو تمې بلل شوې دي.
راپور وايي، که څه هم د ځینو نړیوالو کړکېچونو د کمېدو له امله د بازار اندېښنې لږې شوې، خو پانګوال لا هم د فدرالي بانک راتلونکوپرېکړو او اقتصادي معلوماتو ته سترګې په لار دي.
اقتصادي شنونکي وايي، د سود د کچې لوړول عموماً د ډالر ارزښت زیاتوي، ځکه پانګوال د لوړو عایداتو لپاره د ډالري شتمنیو پېرلو تههڅېږي.
د بازارونو پام اوس د امریکا اقتصادي شاخصونو او د فدرالي بانک راتلونکو پرېکړو ته دی چې ښايي د ډالر د راتلونکي وضعیت په ټاکلوکې مهم رول ولري.

