سه شنبه, جولای 28, 2026
Homeکورپاڼهسټیفن ډوټي؛د افغانستان، پاکستان او منځني ختیځ لپاره د برېټانیا د چارو...

سټیفن ډوټي؛د افغانستان، پاکستان او منځني ختیځ لپاره د برېټانیا د چارو مسؤل وزیر وټاکل شو

د برېټانیا د بهرنیو، دولت‌مشترکه او پراختیایي چارو وزارت (FCDO) وزیر سټیفن ډوټي اعلان کړی چې د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان، پاکستان او د بندیزونو اړوند چارو مسؤلیت یې پر غاړه اخیستی دی.

ډوټي په ایکس کې لیکلي چې ویاړي د دغو مهمو سیمو او موضوعاتو په اړه د برېټانیا د حکومت د کارونو مشري کوي.

نوموړی د کابینې د وروستیو بدلونونو په ترڅ کې د برېټانیا د منځني ختیځ د وزیر په توګه ټاکل شوی او د هغه د مسؤلیتونو په لړ کې افغانستان، پاکستان، شمالي افریقا او د بندیزونو اړوند دوسیې هم شاملې دي.

ډوټي زیاته کړې چې د خپلو نویو دندو ترڅنګ به په ټوله نړۍ کې له هغو برېټانوي وګړو سره هم مرسته کوي چې کونسلي ملاتړ ته اړتیا لري او د برېټانیا له سیمه‌ییزو حکومتونو، ښاروالانو او شوراګانو سره به د هېواد د خلکو د خدمت لپاره همکاري کوي.

د راپورونو له مخې، ډوټي د افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا تر څنګ د برېټانیا د بهرنیو سیمو (Overseas Territories)د چارو مسؤلیت هم پر غاړه لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here