د المان دولتي رسنۍ «دویچه ویله» په یوه نوي څېړنیز مستند راپور کې ویلي چې د خپل اټومي ځواک په اړه د پاکستان ادعاوې او ګواښونه یوازې یو بهرنی نمایش دی او دا هېواد نور له چا سره د سیالۍ توان نه لري.
په راپور کې راغلي چې پاکستان له سخت اقتصادي افلاس سره مخ دی، سیاست یې د پوځ په ولکه کې دی، مشهور سیاسي مشران یې زنداني شوي او افراطیت په کې اوج ته رسېدلی دی.
دویچه ویله پوښتنه کړې، هغه هېواد چې د خپلو خلکو نفقې او اقتصاد ته حیران دی، د خپلو اټومي وسلو خوندیتوب او له نورو سره سیالي به څنګه وکړای شي؟ د دغې رسنۍ په وینا، پاکستان له دننه تش شوی او د ویجاړۍ خوا ته روان دی.
د دویچه ویله راپور په پاکستان دننه د سیاسي او رسنیزو کړیو ترمنځ توند غبرګونونه راپارولي او یاد راپور یې د هندي او اسرائیلي زړو طرحو او ډرامو بیا تکرار بللی چې په وینا یې د پاکستان دفاعي اټومي پروګرام بدناموي.

