د امریکا او ایران ترمنځ له نږدې دوو اوونیو پوځي نښتو وروسته، دواړو لورو د بریدونو د درولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې اوس مهال ډیپلوماسۍ ته د فرصت ورکولو هڅه روانه ده.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې پرلهپسې شپې لپاره پر ایران د پوځي بریدونو د نه ترسره کولو پرېکړه کړې، څو د سیاسي او ډیپلوماټیکو هڅو لپاره مناسب فرصت رامنځته شي.
والټز له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، سپینه ماڼۍ غواړي د خبرو اترو بهیر ته وخت ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې ټرمپ لا هم ټول احتمالي انتخابونه پر مېز ساتلي او د اړتیا په صورت کې هر ډول اقدام کولای شي.
بل لور ته، د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمينیا هم ویلي چې تهران په سیمه کې پر امریکايي اډو خپل غچاخیستونکي بریدونه درولي دي.
د هغه په وینا، د ایران وروستي پوځي اقدامات د امریکا د بریدونو په ځواب کې ترسره شوي وو، خو اوس د بریدونو له درېدو سره ایران هم خپل عملیات درولي دي.
هغه ادعا کړې چې د ایران هدف دا و چې واشنګټن د شخړې د پراخېدو پر ځای خبرو ته وهڅوي.
دا پرمختګ داسې مهال رامنځته کېږي چې په تېرو نږدې دوو اوونیو کې امریکا پر ایران پرلهپسې بریدونه کړي وو او ایران هم په سیمه کې پر امریکايي اډو متقابل بریدونه ترسره کړي وو.

