د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نشهيي توکو نړیوال راپور ښيي چې په نړۍ کې د ناقانونه نشهيي توکو د کاروونکو شمېر بېسارې کچې ته لوړ شوی دی.
د راپور له مخې، د ۱۵ تر ۶۴ کلونو عمر لرونکو کسانو له ډلې تر ۶ سلنې ډېر خلک نشهيي توکي کاروي، چې دا شمېر د تېرو لسو کلونو په پرتله شاوخوا ۳۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
ملګري ملتونه وایي، دغه راپور د نشهيي توکو د کارونې د پراختیا، د نړیوالو قاچاقي بازارونو د بدلونونو او د روغتیا، امنیت او ټولنیزو ستونزو په اړه مهم معلومات وړاندې کوي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته د تریاکو تولید په پراخه کچه راکم شوی دی.
افغانستان چې تر ۲۰۲۲ کال پورې د نړۍ د ناقانونه تریاکو شاوخوا ۸۰ سلنه تولیدوونکی هېواد بلل کېده، اوس یې د تریاکو په تولید کې نږدې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د کوکنارو د کښت ساحه له ۲۳۲ زره هکټاره څخه په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره ته راټیټه شوې، او د تریاکو تولید له نږدې ۶۲۰۰ ټنو څخه ۲۹۶ ټنو ته کم شوی دی.
سره له دې، ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د تریاکو پخوانۍ زېرمې لا هم موجودې دي او ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه د بازار یوه برخه پرې متکي وي.
راپور زیاتوي چې د افغانستان او سیمې په ځینو هېوادونو کې د تریاکو او هېرویینو یوه برخه لا هم له همدې پاتې زېرمو سره تړاو لري.
ملګرو ملتونو ویلي، تر اوسه هېڅ بل هېواد نه دی توانېدلی چې د افغانستان د تریاکو د تولید کمښت په بشپړه توګه جبران کړي، که څه هم میانمار له ۲۰۲۳ کال راهیسې د نړۍ له مهمو تریاکو تولیدوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

