د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې هغه عصري روغتون چې د کرونا وبا پر مهال د چین په مرسته جوړ شوی و، له تېرو څلورو کلونو راهیسې غیر فعال او تړلی پاتې دی.
د راپور له مخې، د (IHITC) د جوړولو لپاره شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالر (نږدې یو میلیارد او ۱۱ کروړه پاکستانۍ روپۍ) مرسته شوې وه، څو د خطرناکو ساري ناروغیو د درملنې او کنټرول لپاره ځانګړي امکانات برابر کړي.
دا روغتون د کرونا وبا پر مهال د قرنطین، واکسین، درملنې او بیړنیو روغتیايي خدمتونو لپاره جوړ شوی و، خو وروسته د اوږدې مودې لپاره بې کاره پاتې شو.
د بي بي سي اردو د راپور له مخې، ځینې شنونکي او روغتیايي کارپوهان وایي، هغه پروژه چې د ملي چمتووالي نښه بلل کېده، اوس د کمزورې ادارې او ناسم مدیریت بېلګه ګرځېدلې ده.
راپور زیاتوي چې اوس د پاکستان حکومت غواړي دغه روغتون خصوصي سکتور ته د مدیریت لپاره وسپاري.
د پاکستان روغتیايي نظام له مخکې هم د دولتي روغتونونو د کم امکاناتو، د متخصصینو د کمښت او د ناروغانو د ګڼې ګوڼې له ستونزو سره مخ بلل کېږي، خو د یوه عصري او ځانګړي روغتون غیر فعال پاتې کېدل د پوښتنو سبب شوي دي.

