د ایران د تېلو وزارت وایي، له امریکا سره د وروستۍ جګړې او ورپسې د اوربند په موده کې یې د ۱۸ میلیارد امریکایي ډالرو په ارزښت د تېلو صادرات ترسره کړي دي.
د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د جګړې پر مهال د ۱۱.۵ میلیارد ډالرو او د اوربند په موده کې د ۶.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت تېل پلورل شوي دي.
د ایران د تېلو وزارت ویلي، دغه عواید د هېواد د کلنۍ بودجې لپاره د اټکل شویو نفتي عوایدو څه باندې ۶۰ سلنه پوره کوي، چې د دوی په وینا د بحراني شرایطو پر مهال د پام وړ اقتصادي لاسته راوړنه ده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران د اسلامي شورا رئیس او مخکیني مرکچي محمدباقر قالیباف د جون میاشتې په وروستیو کې ویلي وو، د امریکا له لوري د ایران د بندرونو د محاصرې پر مهال هېواد د تېلو د صادراتو توان نه درلود.

