د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ازبکستان یو لوړپوړی دولتي او سوداګریز پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیف په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې شاوخوا ۱۷۰ سوداګر او پانګوال شامل دي، چې د افغانستان له چارواکو او خصوصي سکتور سره به د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د ازبکستان پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ویلی دی.
ټاکل شوې چې د دغه سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا، پانګونې او د خصوصي سکتورونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګډو فرصتونو په اړه بحثونه وشي.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې زیاتې شوې او د دواړو خواوو پلاویو څو ځله د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

