د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن لا هم له ایران سره د خبرو اترو بهیر ته دوام ورکړی او هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې نوې هوکړې زمینه برابره شي.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې خبریالانو ته وویل، د ده په باور ایراني چارواکي که څه هم په خپلو څرګندونو کې سخت دریځ ښيي، خو په عملي ډول د خبرو او تفاهم د موندلو هڅه کوي.
هغه زیاته کړې چې تر اوسه یې پر ایران د پراخو پوځي عملیاتو د پیل وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، ځکه د ده په وینا، تهران اوس هم په خبرو اترو کې ګډون کوي.
ټرمپ خبرداری ورکړی چې که سیاسي حل ته لاره هواره نه شي، نور انتخابونه هم پر مېز موجود دي.
بل لور ته، رویټرز خبري اژانس د پاکستاني سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسلاماباد د امریکا او ایران ترمنځ د درېدلو مذاکراتو د بیا پیل لپاره د یوې ډیپلوماټیکې لارې په لټه کې دی.
د سرچینو په وینا، د خبرو د بیا پیلېدو لپاره د ایران له لوري پر سعودي عربستان او د خلیج پر نورو هېوادونو د بریدونو درول یو مهم شرط ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د بیا فعالېدو لپاره هڅې روانې دي، خو لا هم د اختلافاتو د حل په وړاندې مهم خنډونه موجود دي او تر اوسه د نوو مذاکراتو د پیل په اړه کومه رسمي هوکړه نه ده اعلان شوې.

