په پاکستان کې د پنجاب ایالت د اعلی وزیرې مریم نواز لپاره د شاوخوا ۱۱ میلیاردو کلدارو په ارزښت د ګلفسټریم جټ الوتکې د پېرلو راپورونو پراخ سیاسي غبرګونونه راپارولي دي.
منتقدان وایي، په داسې حال کې چې هېواد له اقتصادي ستونزو، د خلکو د ژوند له سختیو او د ځینو دولتي کارکوونکو د معاشونو له ځنډ سره مخ دی، د لوړو دولتي چارواکو لپاره د لوکسو اسانتیاوو برابرول د عامه بودجې مناسب لګښت نه ګڼل کېږي.
پاکستاني سیاستوال تیمور جهګړه د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د هند د پنجاب ایالت حکومت د ورته بودجې په ارزښت د برېښنا یوه تولیدي پروژه عملي کړې؛ خو د پاکستان د پنجاب حکومت همدومره پیسې د یوې جټ الوتکې پېرلو ته ځانګړې کړې دي.
هغه همداراز د سلګونو لوړپوړو چارواکو لپاره د ۱.۸ میلیاردو کلدارو د ځانګړو امتیازاتو پر ورکړې هم نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې که دا لګښت قانوني او ضروري و، ولې د کلنۍ بودجې په سند کې نه و شامل شوی.
بل لور ته، منتقدان ادعا کوي چې د «پنجاب پاک» پروژې یو شمېر کارکوونکي د معاشونو د نه ترلاسه کولو له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ځینو یې د اعتراض په توګه سخت اقدامات هم کړي دي.
دا راپورونه او نیوکې په داسې مهال مطرح کېږي چې پاکستان لا هم له اقتصادي فشارونو او د عامه لګښتونو د مدیریت په اړه له پراخو بحثونو سره مخ دی.

