د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د امنیت شورا له غړو هېوادونو غوښتي چې د سولې لپاره د جوړجاړي روحیه خپله کړي او د خبرو اترو لارې پرانیستې وساتي.
ګوترېش ویلي، د شخړو د سولهییز حل لپاره باید له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه شي، ځکه د اختلافونو سولهییز حل د ملګرو ملتونو له بنسټیزو اصولو څخه دی.
نوموړي ټینګار کړی چې یوازې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې تلپاتې سوله او ثبات رامنځته کېدای شي.

