د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خبرداری ورکړی چې د یوه هېواد د کنګل شویو شتمنیو کارول، څو د راتلونکو ادعاوو یا تاوانونو لپاره ترې پیسې ورکړل شي، یو خطرناک او بېساری نړیوال دود رامنځته کوي.
عراقچي په اېکس کې لیکلي، د بل هېواد د شتمنیو ضبطول او د هغو کارول د راتلونکو نامرتبطو ادعاوو د پوره کولو لپاره، یو پاروونکی او خطرناک اقدام دی.
نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې له دغو شتمنیو ګټه اخلي یا یې هرکلی کوي، باید په یاد ولري چې که حکومتونه د شتمنیو ضبطول عادي کړي، نو د هېڅ هېواد شتمنۍ به خوندي نه وي او دا به د نړیوالې ګډوډۍ لامل شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، امریکا به د ایران له هغو شتمنیو څخه چې د امریکا په واک کې دي، د بېړیو، بارونو او اړوندو زیانونو د جبران لپاره کار واخلي.

