قطر او پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د روانو خبرو په اړه ګډه اعلامیه خپره کړې، چې پکې د سویس په بورګنسټوک سیمه کې د لوړې کچې غونډې د پای ته رسېدو خبر ورکړل شوی دی.د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د ایران، امريکا او د منځګړیتوب کوونکو هېوادونو؛ قطر او پاکستان استازو ګډون کړی و.په اعلامیه کې ویل شوي چې د لوسرن جهيل غونډه په مثبت او رغنده فضا کې ترسره شوه او د نورو تخنیکي خبرو لپاره د یوه میکانیزم پر جوړېدو پرمختګ شوی دی.د ګډې اعلامیې له مخې، لورو د یوې لوړې کچې کمېټې د جوړېدو هوکړه کړې، چې د منځګړیتوب د بهیر به سیاسي څارنه کوي.همداراز، د خبرو اصلي مذاکره کوونکي به د اټومي پروګرام، بندیزونو، څارنې او د اختلافاتو د حل په برخو کې خپلو کاري ډلو ته راپورونه وړاندې کوي.اعلامیه زیاتوي چې د لوړې کچې کمېټې د یوې لارې نقشې (روډمېپ) پر جوړېدو هوکړه کړې، څو په ۶۰ ورځو کې د وروستي توافق لپاره زمینه برابره شي.همدارنګه، د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو لپاره د اړیکې یوه کرښه هم جوړه شوې، څو د پېښو او ناسم پوهاوي مخه ونیول شي او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ راتګ یقیني شي.په اعلامیه کې راغلي چې د لورو ترمنځ د شخړو د مخنیوي لپاره به یوه ځانګړې همغږۍ ډله هم جوړه شي، چې د منځګړیتوب کوونکو په مرسته به د پوځي عملیاتو د درولو او د هوکړې د عملي کېدو څارنه کوي.قطر او پاکستان د امریکا او ایران له لوري د ډیپلوماسۍ د دوام او د شخړې د سولهییز حل لپاره د ژمنې هرکلی کړی او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي چې د روانو خبرو ملاتړ وکړي.

