پنجشنبه, جولای 23, 2026
Homeکورپاڼهد پاکستان سوداګریز کسر؛له ګاونډیو هېوادونو سره ۳۰ سلنه زیات شوی

د پاکستان سوداګریز کسر؛له ګاونډیو هېوادونو سره ۳۰ سلنه زیات شوی

د قطر ټریبیون په يو راپور کې ويلي، د پاکستان سوداګریز کسر له خپلو نهو ګاونډیو هېوادونو سره د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ مالي کال په ترڅ کې نږدې ۳۰ سلنه زیات شوی او ۱۵.۹۳۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

راپور وايي، په تېر مالي کال کې د پاکستان سوداګریز کسر ۱۲.۲۵۶ میلیارد ډالر و، خو د روان کال په ترڅ کې د صادراتو د کمېدو او وارداتو د زیاتوالي له امله دغه کچه لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، د کسر د زیاتېدو یو مهم لامل د افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او ځینو نورو سیمه‌ییزو بازارونو ته د پاکستان د صادراتو کمښت دی.

همداراز، له چین څخه د وارداتو زیاتوالی هم د دې وضعیت په پراخېدو کې اغېزمن بلل شوی دی.

راپور زیاتوي چې له افغانستان سره د پاکستان سوداګري، د صادراتو په ګډون، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې درېدلې ده، چې دې چارې د پاکستان پر صادراتي فعالیت منفي اغېز کړی دی.

د پاکستان د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، پاکستان په یاد مالي کال کې افغانستان، چین، بنګله‌دېش، سریلانکا، هند، ایران، نیپال، بوټان او مالدیف ته ټولټال ۳.۹۵۳ میلیارد ډالر صادرات کړي، چې د تېر کال د ۴.۴۴۳ میلیارد ډالرو پرتله ۱۱ سلنه کمښت ښيي.

په همدې موده کې له دغو هېوادونو د پاکستان واردات ۱۹.۱ سلنه زیات شوي او ۱۹.۸۸۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

راپور وايي، چین د پاکستان تر ټولو لوی سیمه‌ییز سوداګریز شریک پاتې شوی.

پاکستان چین ته خپل صادرات له ۲.۴۷۷ میلیارد ډالرو څخه ۲.۶۸۴ میلیارد ډالرو ته لوړ کړي، خو له چین څخه واردات هم زیات شوي او ۱۹.۵۳۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

د راپور له مخې، د پاکستان د سیمه‌ییزو صادراتو شاوخوا ۶۸ سلنه یوازې چین ته ځي، په داسې حال کې چې د وارداتو ۹۸ سلنه له همدې هېواد څخه ترسره کېږي.

راپور څرګندوي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۶۸.۹ سلنه کم شوي او له ۷۸۳.۹۴۵ میلیون ډالرو څخه ۲۴۳.۶۹۳ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي دي.

همداراز، له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم ۷۴.۹ سلنه کم شوي او له ۲۵.۸۹۸ میلیون ډالرو څخه ۶.۴۹۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

له بلې خوا، د پاکستان سوداګري له بنګله‌دېش او سریلانکا سره هم کمه شوې، خو له هند سره په صادراتو کې د سلنې له مخې زیاتوالی ثبت شوی، که څه هم د ډالري ارزښت له پلوه دا زیاتوالی محدود پاتې شوی دی.

اقتصادي شنونکي وايي، د صادراتو کمښت، پر وارداتو زیات تکیه او سیمه‌ییزو بازارونو کې کمزوری حضور د پاکستان د سوداګریز کسر د پراخېدو له مهمو عواملو څخه دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here