په هرات ښار کې ۲۵ کلنه نګیتا درانۍ د خطاطۍ له لارې د قرآن کریم د لاس لیکلو ځانګړی هنر پالې او هڅه کوي چې دغه هنر نورو نجونو ته هم ورزده کړي.
د راپور له مخې، نګیتا چې په هرات کې زېږېدلې، له ۱۵ کلنۍ راهیسې د ښکلي لیک هنر زده کړی او اوس د قرآن کریم متن له پښتو ژباړې سره په لاس لیکي.
نوموړې وايي، مخکې یې له څو نورو نجونو سره په ګډه قرآن کریم لیکلی و، خو اوس په یوازې ځان دا کار کوي او دا یې د ژوند له سترو هیلو څخه دی.
نګیتا ویلي چې د خطاطۍ هنر یې د هرات د مشهور خطاط میر ولي احمد څخه زده کړی او هره ورځ څو ساعته د قرآن کریم لیکلو ته ځانګړي کوي.
هغې د پښتو ادبیاتو زده کړې ته هم وخت ورکړی، څو وکولای شي د قرآن کریم پښتو ژباړه په سمه توګه ولیکي.
نګیتا یوازې خپل هنر نه ساتي، بلکې له ۲۰ ډېرې نجونې هم روزي.
د هغې په وینا، ځینې هغه نجونې چې روزل شوې دي اوس د استادۍ تر کچې رسېدلې او د سعودي عربستان په هنري نندارتونونو کې یې هم ګډون کړی دی.
د هرات د خطاطۍ هنر اوږده تاریخي مخینه لري او د تیموریانو له دورې راهیسې په دې ښار کې د ښکلي لیک او خطاطۍ دود پالل شوی دی.
نګیتا هیله لري چې د امکاناتو په برابرېدو سره خپل هنر د افغانستان نورو ولایتونو ته هم ورسوي او د افغان مېرمنو هنري وړتیا نړۍ ته وښيي.

