پاکستان له امریکا غوښتي چې د اسعارو د ثبات لپاره ورته د ۱۰ میلیارد ډالرو مالي اسانتیا برابره کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا پیسې به د پاکستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو په زیاتولو، د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت په ساتلو او د اقتصادي فشارونو په کمولو کې مرسته وکړي.
د راپور له مخې، پاکستان غواړي دغه مالي اسانتیا د پنځو کلونو لپاره ترلاسه کړي.
که امریکا دا غوښتنه ومني، اسلاماباد به وکولای شي د خپلو مالي ستونزو د کمولو لپاره له دې مرستې ګټه واخلي.
دا غوښتنه وروسته له هغه شوې چې پاکستان په سیمه کې د ایران د جګړې اړوند د خبرو اترو په برخه کې رول ولوباوه او هڅه کوي له امریکا سره خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.
د امریکا د خزانې وزارت د دې غوښتنې په اړه رسمي تبصره نه ده کړې، او د پاکستان حکومت هم تر اوسه په دې اړه بشپړ جزیات نه دي خپاره کړي.
پاکستان اوس مهال د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د ۷ میلیارد ډالرو د پور پروګرام لاندې دی، چې له مخې یې حکومت د مالیاتو زیاتولو، لګښتونو کمولو او اقتصادي اصلاحاتو ژمنې کړې دي.
اقتصادي کارپوهان وایي، د پاکستان لپاره د بهرنیو اسعارو د زېرمو زیاتول او د روپۍ ثبات ساتل لا هم مهمې اقتصادي ننګونې دي.

