د بخښنې نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، هغه هوايي برید چې د ۱۴۰۴ کال د حوت په ۲۶مه په کابل کې د معتادانو د درملنې پر «امید» مرکز ترسره شو، د نړیوال بشردوستانه قانون د جدي سرغړونې نښې لري او باید د احتمالي جنګي جنایت په توګه پرې خپلواکې او بېطرفه څېړنې وشي.
د سازمان د موندنو له مخې، د پراخو شواهدو او څېړنو سربېره داسې کوم سند نه دی موندل شوی چې د پاکستان هغه ادعا تایید کړي چې ګواکې یاد روغتیايي مرکز د وسلو، مهماتو یا نورو پوځي فعالیتونو لپاره کارېده.
راپور څرګندوي چې د پېښې ارزونه د سپوږمکۍ د لسګونو انځورونو، د عکسونو او ویډیوګانو د تحلیل، د روغتیايي کارکوونکو، د برید له ژوندي پاتې شویو کسانو او نورو عیني شاهدانو د مرکو پر بنسټ شوې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان وایي، ان هغه انځورونه چې پاکستان خپاره کړي، هم د مهماتو د زېرمو د شتون ادعا نه ثابتوي.
د سازمان په وینا، پر روغتیايي مرکز برید د جګړې له اساسي اصولو، په ځانګړي ډول د ملکي او پوځي هدفونو د توپیر، د احتیاط او د متناسب ځواک د کارونې له نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دی.
د بخښنې نړیوال سازمان یوې چارواکې، ایزابیل لاسه، ویلي چې دا مرکز له کلونو راهیسې د روغتیايي مرکز په توګه پېژندل کېده او د هغه په نښه کول د پوځي پلان جوړونې جدي ناکامي ښيي.
د راپور له مخې، په برید کې د مرکز څو ودانۍ سختې ویجاړې شوې.
په دغو ودانیو کې د ناروغانو د استوګنې ځایونه، پخلنځی، د خوړو تالار، د خوراکي توکو زېرمتون او د خیاطۍ ورکشاپ شامل وو.
عیني شاهدانو ویلي، له برید وروسته یې د پوځي تجهیزاتو کومه نښه نه ده لیدلې.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د معلوماتو له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي، خو د بخښنې نړیوال سازمان باور لري چې د قربانیانو حقیقي شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي، ځکه د چاودنو شدت د ځینو جسدونو پېژندنه ناشونې کړې وه.
د راپور پر بنسټ، برید د روژې میاشتې د تراویح لمانځه پر مهال او له هر ډول مخکیني خبرداري پرته ترسره شوی و، په داسې حال کې چې تر زرو ډېر ناروغان په مرکز کې موجود وو.
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې د دې برید په اړه شفاف، خپلواک او بېطرفه تحقیقات ترسره کړي او د احتمالي سرغړونو عاملان د قانون منګولو ته وسپاري.
سازمان خبرداری ورکړی چې د حساب ورکونې نشتوالی به د معافیت فرهنګ پیاوړی او په راتلونکې کې به د ورته پېښو د تکرار خطر زیات کړي.

