چهارشنبه, جولای 22, 2026
Homeکورپاڼهجرمني:د مجرمو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ روانه ساتو

جرمني:د مجرمو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ روانه ساتو

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیر، الکساندر دوبرینت، ویلي چې د تریر ښار له وروستۍ مرګونې پېښې سره سره به حکومت افغانستان ته د هغو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو تګلاره جاري وساتي چې په جرمونو کې ښکېل وي.

دوبرینت په برلین کې د خبرو پر مهال وویل، د هغو بهرنیو وګړو ایستل چې د جرمني قوانین ماتوي، د خلکو د امنیت لپاره اړین اقدام دی او حکومت به په دې برخه کې له خپلې تګلارې شاتګ ونه کړي.

د هغه په وینا، جرمن ټولنه حق لري چې له جدي جرمونو سره د قانون له مخې چلند وشي.

د دغه دریځ تر شا د تریر ښار وروستۍ پېښه ده، چې پکې یو ۲۲ کلن جرمنی محصل د چړې په برید کې ووژل شو.

پولیسو د پېښې په تړاو یو ۲۲ کلن افغان تبعه د اصلي شکمن په توګه نیولی او ویلي یې دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې نوموړی له رواني ستونزو سره مخ و او مخکې یې هم درملنه شوې وه.

د کورنیو چارو وزیر د شکمن د رواني وضعیت په اړه وویل، که څه هم رواني اختلالات یوه جدي موضوع ده، خو دا چاره د هغو کسانو د جرمونو د پایلو مخه نه شي نیولای چې د ټولنې امنیت ته ګواښ پېښوي.

هغه زیاته کړه چې جرمني د نړۍ د ټولو رواني ناروغانو د ستونزو د حل مسؤلیت نه لري.

دوبرینت، چې د کورنیو چارو وزارت له ترلاسه کولو وروسته یې د کډوالۍ د پالیسۍ پر سختولو ټینګار کړی، یو ځل بیا وویل چې د مجرمو پناه غوښتونکو ایستل به د حکومت د امنیتي تګلارې مهمه برخه پاتې شي.

په همدې حال کې، جرمني د افغان وګړو د بېرته ستنولو د بهیر د اسانتیا لپاره له طالب چارواکو سره تخنیکي همغږي پراخه کړې او د افغانستان په قونسلي استازولیو کې د ځینو قونسلي کارکوونکو د فعالیت اجازه یې هم ورکړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here