سه شنبه, جولای 21, 2026
Homeکورپاڼهایران؛د څلورمې پرله‌پسې ورځې لپاره د کویټ د برېښنا او اوبو پر...

ایران؛د څلورمې پرله‌پسې ورځې لپاره د کویټ د برېښنا او اوبو پر تاسیساتو بریدونه کړي

کویټ ویلي، ایران د څلورمې پرله‌پسې ورځې لپاره د دغه هېواد د برېښنا او د سمندري اوبو د خوږولو (ډیسالینیشن) پر تاسیساتو بریدونه کړي، چې له امله یې مهمو زیربناوو ته زیان اوښتی دی.

د کویټ د برېښنا، اوبو او نوي کېدونکې انرژۍ وزارت په وینا، دغو بریدونو په یو شمېر حیاتي تاسیساتو کې اورلګېدنې رامنځته کړې، خو د ژغورنې او اوروژنې ډلې توانېدلې چې اورونه مړه کړي.

وزارت زیاته کړې، د اوښتو زیانونو ارزونه روانه ده او د زیانمنو تاسیساتو د بیارغونې او ترمیم چارې هم دوام لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here