د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل تحصیل د نکي خېل په سیمه کې د ناڅاپي سېلاب له امله د یوې افغانې کورنۍ موټر اوبو یووړ، چې په کې سپاره ۱۶ کسانو څخه درې تنه مړه او ۱۳ نور ژغورل شوي دي.
د پاکستان د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویلي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم یې د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړل او لومړی یې ۱۳ کسان خوندي ځای ته انتقال کړل.
د عملیاتو په دوام کې د یوې ښځې، یوه ماشوم او یوه سړي جسدونه هم وموندل شول.
ژغورل شوې کورنۍ د لومړنیو طبي مرستو او نورو اسانتیاوو لپاره د حمزه بابا کمپ ته ولېږدول شوه، او د مړو جسدونه هم هماغه ځای ته انتقال شول.
د راپورونو له مخې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (PDMA) او په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ په همکارۍ د مړو د لېږد ټولې قانوني او اداري چارې بشپړې شوې.
وروسته د خیبر ولسوالۍ ادارې د لنډي کوتل د مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر تر څارنې لاندې د درېیو افغانانو جسدونه په تورخم کې افغان چارواکو او د هغوی خپلوانو ته وسپارل، او ژغورل شوي ۱۳ غړي هم د تورخم له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.
د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو ترڅنګ به نن په پېښور او شاوخوا سیمو کې هم د بارانونو لړۍ دوام ولري.

