د بلوچستان د سوراب ولسوالۍ په دَمب سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه پوسته د برید وروسته، د شپږو پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې د پاکستان د پوځ د ځانګړو ځواکونو (SSG) یو کمانډو، چې «صدیق» نومېږي، او یو پوځي افسر هم شامل دي.
تر اوسه د برید د څرنګوالي او د نورو وژل شویو سرتېرو د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
د دغه برید مسؤولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

