په نورستان ولایت کې د سختو موسمي بارانونو له امله راوتلو ناڅاپي سېلابونو درنه مرګژوبله اړولې ده.
د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي، تر اوسه د ۲۰ کسانو مړي موندل شوي، له ۸۰ زیات کسان ټپیان دي او د یو شمېر نورو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات دوام لري.
ځینې سیمهییزې سرچینې بیا ادعا کوي چې د قربانیانو شمېر له ۴۰ اوښتی، خو دا شمېر لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی تایید شوی.
د نورستان د والي دفتر او د طبیعي پېښو سیمهییزې ادارې ویلي چې سېلابونو د دوشنبې په ورځ د ولایت مرکز پارون سخت ځپلی، ګڼ کورونه، هوټلونه، دوکانونه او دولتي ودانۍ یې ویجاړې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د پارون ښاروال او د ځینو سیمهییزو ادارو یو شمېر کارکوونکي هم لا درکه دي، او ژغورونکې ډلې هڅه کوي چې ورک کسان ومومي او د کنډوالو لاندې بند پاتې قربانیان راوباسي.
د شپول په نوم د یوې سیمهییزې نادولتي موسسې مشر عاشقالله صافي فرانس پرېس ته ویلي، د پارون ښاروالۍ ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې او لسګونه سوداګریز دوکانونه هم ویجاړ شوي دي.
د هغه په وینا، خلک د محدودو امکاناتو سره سره د ژوندي پاتې شویو کسانو د ژغورلو هڅې کوي.
بل لور ته، د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مولوي مطیعالحق خالص ویلي، په هېواد کې د اقلیمي بدلونونو له امله د سېلابونو پېښې زیاتې شوې دي.
هغه خبرداری ورکړی چې د چاپېریالي ستونزو دوام د افغانستان بشري وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.
په همدې حال کې د افغانستان د هواپېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې د نورستان په ګډون په بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو کې به هم د سختو بارانونو، تېزو بادونو، دوړو او ناڅاپي سېلابونو احتمال موجود وي.

