سه شنبه, جولای 21, 2026
Homeافغانستانټي‌ټي‌پي:د بریدونو اصلي هدف مو د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې دي

ټي‌ټي‌پي:د بریدونو اصلي هدف مو د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې دي

تحریک طالبان پاکستان يا ټي‌ټي‌پي په یوې اعلامیې کې، چې د دې ډلې د مشر مفتي نورولي محسود په نوم خپره شوې، ویلي چې د دوی د بریدونو اصلي هدف د پاکستان پوځ او امنیتي بنسټونه دي.

په اعلامیه کې له عامو خلکو غوښتل شوي چې له دولتي ځواکونو او امنیتي ادارو سره له همکارۍ ډډه وکړي.

دغه ډلې خبرداری ورکړی چې هغه کسان او ادارې چې له امنیتي جوړښتونو سره اړیکې لري، ښايي د دوی د بریدونو هدف وګرځي.

ټي‌ټي‌پي همداراز د برېښنا د وېش شرکتونه، د پولیسو د کمېټو د غونډو تنظیموونکي او هغه کسان چې په دغو غونډو کې ګډون کوي، ګواښلي او ویلي یې دي چې د دولت اړوند ځینې مرکزونه او اشخاص هم د احتمالي بریدونو په لېست کې شامل دي.

د دغې ډلې دا څرګندونې په داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو کلونو کې په پاکستان، په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې، د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال فعالیتونه زیات شوي دي.

امنیتي شنونکي وايي، د مفتي نورولي محسود تر مشرۍ لاندې ټي‌ټي‌پي خپل تمرکز تر ډېره د پاکستان پر پوځ، امنیتي ځواکونو او دولتي تاسیساتو بریدونو ته اړولی دی.

له بلې خوا، پاکستاني چارواکو څو ځله ویلي چې د ټي‌ټي‌پي بریدونه د هېواد لپاره جدي امنیتي ګواښ ګڼل کېږي او امنیتي ځواکونه د دغې ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره عملیاتو ته دوام ورکوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here