یوه نوې څېړنه ښيي چې طبیعي منظرو ته کتل او د طبیعت تجربه کول کولی شي د انسان د درد احساس کم کړي.
دغه څېړنه د بریتانیا د اېکسیټر پوهنتون او د اتریش د ویانا پوهنتون د څېړونکو یوې ګډې ډلې ترسره کړې ده.
څېړونکو موندلې چې هغه کسان چې د طبیعت منظرې یې لیدلې، د هغو کسانو په پرتله یې د درد احساس کم و چې ښاري سیمې یا د دفترونو داخلي چاپېریالونه یې کتل.
په دې څېړنه کې ۴۹ کسانو برخه اخیستې وه.
ګډونوالو ته د څېړنې پر مهال د درد احساس ورکوونکې برېښنايي جټکې ورکړل شوې او هممهاله یې د طبیعي منظرو، ښاري سیمو او تړلو ځایونو ویډیوګانې کتلې.
څېړونکو د فعال مقناطیسي انځور اخیستنې (fMRI) له لارې د ګډونوالو د مغز فعالیت هم څارلی دی.
پایلو وښودله چې د طبیعت لیدلو پر مهال د درد له احساس سره تړلي د مغز ځینې غبرګونونه کم شوي وو.
د اېکسیټر پوهنتون څېړونکو ویلي، دا موندنې ښيي چې طبیعت یوازې د انسان پر رواني حالت نه، بلکې پر فزیکي احساساتو هم اغېز کولی شي.
د څېړنې مشر لیکوال مکس سټاینینګر ویلي، د طبیعت د درد کمولو اغېز د پام وړ دی، خو خلک باید د ډاکټر له سپارښتنې سره سم درملنې ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړې چې د طبیعت تجربه کېدای شي په راتلونکې کې د درد د کنټرول لپاره د مرستندویې لارې په توګه وکارول شي.
څېړونکي هیله لري چې دا موندنې به د دې په اړه نورې څېړنې وهڅوي چې طبیعي چاپېریال څنګه د انسان پر ذهن، احساساتو او روغتیا اغېز کوي.
دوی ټینګار کوي چې د سالمو طبیعي سیمو ساتنه د انسان د روغتیا لپاره هم مهم ارزښت لري.

