ځايي سرچینو راپور ورکړی چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د میرجاوه ښار د جمعې امام، مولوي محمد انور ریګي، د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، مولوي محمد انور ریګي نن سهار شاوخوا ۳:۳۰ بجې د «خاتمالانبیا» جومات ته د لمانځه د ادا کولو لپاره روان و، چې په لاره کې د وسلهوالو له برید سره مخ شو او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
سرچینې زیاتوي، نږدې دوه کاله وړاندې هم پر نوموړي په میرجاوه ولسوالۍ کې وسلهوال برید شوی و، خو هغه مهال ترې روغ وتلی و.
تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
مولوي محمد انور ریګي د بلوچستان د اهلسنت له پېژندل شویو دیني عالمانو څخه و.
په وروستیو کلونو کې د سیستان او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر نور اهلسنت عالمان هم په ورته پېښو کې وژل شوي دي.

