د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن د پاکستان پر امنیتي او بهرنیو تګلارو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د پوځ د پالیسو له امله هېواد په سیمه کې له مخ پر زیاتېدونکې انزوا سره مخ شوی دی.
فضلالرحمن ویلي، پاکستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو له ستونزو سره مخ دی.
د هغه په وینا، له هند او افغانستان سره پولې تړلې دي، د چین باور د پخوا په پرتله کم شوی او ایران هم د خپلو امنیتي او سیاسي ستونزو له امله له ځانګړو ننګونو سره مخ دی.
هغه ادعا وکړه چې اسلاماباد له چین څخه د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د شاوخوا ۱۷۰ میلیارده ډالرو پانګونې د پورونو او مالي ژمنو د معافۍ غوښتنه کړې وه، خو بیجینګ دغه غوښتنه رد کړې ده.
د جمعیت علمای اسلام مشر دا ادعا هم وکړه چې چین د تفتان په سیمه کې د خپلو اقتصادي او پراختیايي فعالیتونو د دوام په اړه هم بشپړ ډاډمن نه دی.

