پاکستاني سیاسي تحليلګر او خبریال معید پیرزاده د دغه هېواد د پوځ د رول په اړه سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې پوځ نور یوازې یوه پوځي اداره نه ده، بلکې په یوه پیاوړي سیاسي ځواک بدل شوی دی.
پیرزاده په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي: «پاکستان عادي پوځ نه لري، بلکې یو وسلهوال سیاسي ځواک شته چې د پاکستان پوځ په نوم فعالیت کوي او مشري یې عاصم منیر کوي.»
هغه ادعا کړې چې پوځ د هېواد له دودیزو دفاعي دندو څخه بهر تللی او د سیاسي پرېکړو، حکومتي چارو او د هېواد د سیاسي بهیرونو په اغېزمنولو کې پراخ رول لري.
د نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د پاکستان د پوځ سیاسي نفوذ له اوږدې مودې راهیسې د بحث موضوع ده.
د پوځ منتقدین وايي چې دغه اداره په کورنیو سیاسي چارو کې له خپل اصلي رول څخه زیاته ونډه اخلي او دا کار د سیاسي بېثباتۍ یو مهم لامل ګڼي.
له بلې خوا، د پاکستان پوځ تل ټینګار کړی چې د هېواد امنیت او دفاع یې اصلي مسؤلیت دی او په سیاسي چارو کې بېطرفه پاتې کېږي.

