د امریکا د نیویارک مسلمان ښاروال زهران ممداني ویلي، که د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډې لپاره نیویارک ته سفر وکړي، د هغه د احتمالي نیولو قانوني اړخونه تر ارزونې لاندې دي.
ممداني د نیویارک ټایمز سره په یوې مرکې کې ویلي، د ښار حقوقي څانګه د دې موضوع قانوني امکانات په جدي ډول څېړي.
نوموړي زیاته کړې چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال یې هم ژمنه کړې وه چې که قانون اجازه ورکړي، د نړیوالو جنایي محکمې (ICC) له پرېکړو سره به سم عمل وکړي.
هغه ویلي: «زما په اند د نتنیاهو ځای په هاګ کې دی. پر هغه د نړیوالې جنایي محکمې له خوا د جنګي جرمونو تورونه لګېدلي او ګڼ کسان باور لري چې د هغه د سیاستونو له امله سخت بشري زیانونه اوښتي دي.»
کله چې له ممداني وپوښتل شول چې قانون ورته د داسې اقدام اجازه ورکوي که نه، نوموړي وویل چې دا موضوع لا هم د حقوقي سلاکارانو تر ارزونې لاندې ده او د قانون له چوکاټه بهر به هېڅ اقدام ونه کړي.
په مقابل کې، اسراییل د ممداني څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او هغه یې غیرمسؤلانه او د سیاسي انګېزو څرګندونې بللې دي.
د یادونې وړ ده چې نړیوالې جنایي محکمې د نتنیاهو د نیولو حکم صادر کړی، خو امریکا د دغې محکمې غړیتوب نه لري، له همدې امله د هر ډول احتمالي اقدام قانوني او سیاسي اړخونه لا هم د بحث موضوع ده.

