د یو شمېر پاکستاني روڼ اندو او شنونکو وروستۍ څرګندونې، چې پکې ویل شوي «بلوچستان نور له لاسه وتلی دی»، د دې څرګندونه کوي چې په دغه ایالت کې د امنیتي بحران د پراخېدو او د اسلاماباد د نفوذ د کمېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د خپرو شویو څرګندونو له مخې، دغو شنونکو د پنجاب خلکو او د پاکستان پوځ ته په خطاب کې ویلي چې بلوچستان په عملي ډول د مرکزي حکومت له کنټروله وتلی او د امنیتي تګلارو دوام نه دی توانېدلی چې روان بحران کنټرول کړي.
دوی ټینګار کړی چې په سیمه کې د پوځي او امنیتي اقداماتو له کلونو وروسته هم د تاوتریخوالي کچه لوړه پاتې ده او د حکومت او پوځ د ستراتیژۍ اغېزمنتیا تر پوښتنې لاندې راغلې ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د بلوڅو وسلهوالو ډلو بریدونو، زیاتېدونکې ناامنۍ او د چین له لوري د مهمو اقتصادي پروژو، په ځانګړي ډول د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC)، پر وړاندې ګواښونو د پاکستان حکومت او پوځ باندې فشارونه زیات کړي دي.
سیاسي او امنیتي شنونکي وايي، د داسې نظرونو په ښکاره ډول مطرح کېدل ښيي چې د پاکستان دننه هم د بلوچستان د وضعیت په اړه شکونه زیات شوي او یو شمېر کړۍ د اسلاماباد د اوسني امنیتي تګلارې پر بریالیتوب باور له لاسه ورکوي.
بلوچستان د پاکستان تر ټولو لوی ایالت دی چې د طبیعي سرچینو، ستراتیژیک موقعیت او د بندرونو له امله ځانګړی اهمیت لري، خو له اوږدې مودې راهیسې د بېلتون غوښتونکو خوځښتونو، امنیتي عملیاتو او سیاسي ناخوښیو له امله له جدي ستونزو سره مخ دی.

