د ایران رسنیو د نوي مذهبي مشر مجتبی خامنهيي یو لیکلی پیغام خپور کړی چې پکې یې امریکا د روان کړکېچ اصلي عامل بللې او خبرداری یې ورکړی، که د امریکا پوځي اقدامات او فشارونه دوام وکړي، ایران او د سپاه پاسداران متحدین به امریکا ته نه هېرېدونکي درسونه ورکړي.
نوموړي ویلي، د ایران ملت به د هر ډول برید پر وړاندې کلک غبرګون وښيي او ټینګار یې کړی چې د امریکا وروستي اقدامات به بېځوابه پاتې نه شي.
هغه همداراز ويلي چې د ډونالډ ټرمپ حکومت له تهران سره شوی تفاهملیک څو ځله نقض کړی او د امریکا د ولسمشر لاسلیک یې «بېاعتباره» بللی دی.
مجتبی خامنهيي په خپل پیغام کې د ایران دننه هغو نیوکو ته هم اشاره کړې چې له امریکا سره د خبرو او تفاهملیک د لاسلیک له امله پر چارواکو کېږي.
نوموړي دا نیوکې ارزښتناکې بللې ځو ویلي چې دا اختلافونه باید د هېواد ملي یووالی او ټولنیز انسجام زیانمن نه کړي.

