د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان پر حکومتي ادارو نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د دغه هېواد چارواکو په یوه مهمه غونډه کې له قبایلي جرګو غوښتنه کړې چې د قبایلي لښکرو د جوړولو لپاره اقدام وکړي.
اڅکزي ویلي: «زه پر چا تور نه لګوم؛ زه اسناد او شواهد لرم. په یوه مهمه غونډه کې تاسو جرګه راوغوښتله او ورته مو وویل چې قبایلي لښکر جوړ کړئ. ایا تاسو خپل ځواک له لاسه ورکړی دی؟»
نوموړي پوښتنه کړې چې که رسمي امنیتي ادارې موجودې وي، نو ولې د امنیتي چارو د ترسره کولو لپاره د قبایلي جوړښتونو او ځايي ډلو د کارولو اړتیا پیدا شوې ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د ځايي امنیتي ځواکونو د جوړولو او د قبایلي جوړښتونو د کارولو موضوع له بحثونو سره مخ شوې ده.
د دې اقدام منتقدین وايي چې امنیتي مسؤلیتونه غیر رسمي یا نیمهوسله والو ډلو ته سپارل د رسمي ادارو د مسؤلیت کمزوري کول دي او ښايي په قومي سیمو کې بېثباتي نوره هم زیاته کړي.

