بلوچ ازادۍ غوښتونکې ډلې اعلان کړی چې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې یې د پاکستاني پوځ پر ضد د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ پوځیان وژلي دي.
د دې ډلې د بیان له مخې، دغه عملیات د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د مستونګ، قلات، کوټې او ګومازي په سیمو کې ترسره شوي دي.
د بیان له مخې، په مستونګ کې د خدکوچې په سیمه کې د دې ډلې کسانو یو امنیتي تمځای جوړ کړی و، چې د پاکستان د پوځ د یوه افسر موټر چلوونکی او د هغه زغرهوال موټر یې نیولی دی.
يادې ډلې ادعا کړې چې له پلټنې وروسته یې یو شمېر باروړونکي موټرونه د بشري دلایلو له مخې خوشې کړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د قلات او ګومازي په سیمو کې د پاکستاني پوځ پر پوستو او ځواکونو بریدونه شوي، چې پکې یو شمېر پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دغه ډلې همداراز ادعا کړې چې د کوټې د دشت کمبیله په سیمه کې یې د پاکستان د پوځ یو کاروان، چې پوځي او زغرهوال وسایط پکې شامل وو، په نښه کړی او یو پوځي بېپیلوټه الوتکه (ډرون) یې نسکوره کړې ده.
بلوچ ازادۍ غوښتونکو ویلي چې دا عملیات د بلوچستان د پوځي حضور پر ضد د دوی د وسلهوال مقاومت برخه ده او ژمنه یې کړې چې د پاکستاني پوځ پر مواضعو به بریدونه دوام ولري.

