د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د نېلسن منډېلا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د منډېلا ژوند او باورونه تل د الهام سرچینه پاتې شوي دي.
ګوترېش ویلي:«زه تل د نېلسن منډېلا له ژوند او دې باور څخه الهام اخلم چې کله خلک سره یوځای ودرېږي، هېڅ شی ناممکن نه دی.»
هغه ټینګار کړی چې راتلونکی زموږ په لاسونو کې دی او د منډېلا د لیدلوري د دوام لپاره باید هڅې وشي؛ داسې نړۍ چې پکې عدالت، ټولشموله ګډون، برابري او سوله حاکمه وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له خلکو غوښتي چې د منډېلا د مبارزې له پیغام څخه الهام واخلي او د داسې راتلونکي په جوړولو کې ونډه واخلي چې د ټولو خلکو لپاره عادلانه او خوندي وي.
نېلسن منډېلا د سویلي افریقا د اپارتاید ضد مبارزې مخکښ و او د نژادي تبعیض پر وړاندې د اوږدې مبارزې له امله یې ۲۷ کاله په زندان کې تېر کړل.
وروسته هغه د خپل هېواد د لومړي تورپوستي ولسمشر په توګه د سولې، پخلاینې او برابرۍ لپاره کار وکړ.

