د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ دفتر د ازاد کشمیر په وروستیو اعتراضونو کې د خلکو د وژل کېدو په اړه د بېړنیو، خپلواکو او بېطرفه څېړنو غوښتنه کړې ده.
د دې ادارې په وینا، دغه اعتراضونه د خلکو د اقتصادي ستونزو او لومړنیو اړتیاوو د پوره کېدو لپاره شوي وو، خو د اعتراضونو پر مهال د یو شمېر کسانو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د ټاکنو له نږدې کېدو سره د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او د ازاد کشمیر له چارواکو یې غوښتي چې د کړکېچ د کمولو لپاره عملي ګامونه واخلي او د اعتراض کوونکو د وژل کېدو په اړه ځواب ووایي.
د دې نړیوال بنسټ غوښتنې یو ځل بیا په ازاد کشمیر کې د ولسي اعتراضونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د چلند موضوع د بحث مرکز ګرځولې ده.

