د بلوچستان د چاغي ولسوالۍ اړوند د کچکي سیمې ته نږدې نامعلومو وسلهوالو د سونتوکو پر یوه ټانکر برید کړی او اور یې ورته اچولی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، د برید په پایله کې ټانکر په اور کې سوځېدلی، خو تر اوسه د پېښې د اوښتو زیانونو او د برید د عاملانو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

