د هند دولتي بانکونو اټکل کړی چې د هند د مرکزي بانک د ځانګړي ډالري سپمايي پروګرام له لارې به شاوخوا ۳۰ میلیارده امریکايي ډالر د بهر مېشتو هندیانو له سپماوو راجلب کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د دولتي بانکونو مشرانو دغه اټکل د هند د مالیې وزیرې نرملا سیتارامن او د مالیې وزارت له لوړپوړو چارواکو سره په وروستۍ غونډه کې شریک کړی دی.
د سرچینو په وینا، لوی دولتي بانکونه تمه لري چې هر یو به له ۴ تر ۵ میلیارده ډالرو پورې سپماوې جذب کړي، په داسې حال کې چې کوچني بانکونه د ۱ تر ۲ میلیارده ډالرو د راجلبولو هدف لري.
د هند مرکزي بانک د جون په پنځمه د بهر مېشتو هندیانو لپاره د ډالري سپماوو ځانګړی پروګرام پیل کړ، چې له مخې یې بانکونه کولای شي پر دغو سپماوو لوړه ګټه وړاندې کړي.
ټاکل شوې دا پروګرام د سپټمبر تر ۳۰مې دوام وکړي.
تر دې دمه د دې پروګرام له لارې نږدې ۱۰ میلیارده ډالر جذب شوي، خو شنونکي اټکل کوي چې د پروګرام تر پایه به د جذب شوې پانګې اندازه د ۴۰ تر ۷۰ میلیارده ډالرو ترمنځ ورسېږي.
د بانکونو چارواکي وایي، تمه ده د سپماوو ډېره برخه د پروګرام په وروستیو میاشتو کې، په ځانګړې توګه د خلیجي هېوادونو او سنګاپور څخه، هند ته ولېږدول شي.

