جمعه, جولای 17, 2026
Homeکورپاڼهحافظ حمدالله:د قرآن او حديثونو له مخې عاصم منير تر ټولو ظالم...

حافظ حمدالله:د قرآن او حديثونو له مخې عاصم منير تر ټولو ظالم مشر دی

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشرانو څخه حافظ حمدالله په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې د پاکستان د پوځ پر مشر عاصم منیر سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د قرآن او حدیثونو له مخې هغه تر ټولو ظالم کس بلل کېدای شي.

حافظ حمدالله په دې خپرونه کې د اسلامي لارښوونو په یادولو سره ټینګار کړی چې د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې کېدل روا نه دي او د ظالم پر وړاندې خبرې کول او درېدل د ایمان یوه برخه ده.

نوموړي د پاکستان د پوځ د مشر کړنې د دیني معیارونو له مخې تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي چې قرآن او حدیث مسلمانان د ظلم پر وړاندې مبارزې او د حق ملاتړ ته هڅوي.

د دې سیاسي او مذهبي څېرې سختې څرګندونې په داسې حال کې دي چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د سیاسي او امنیتي بدلونونو په اړه د پوځ د رول پر سر نیوکې زیاتې شوې دي، او عاصم منیر څو ځله د حکومت د مخالفانو او سیاسي فعالانو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here