جمعه, جولای 17, 2026
Homeکورپاڼهبلوچ جمهوري غوښتونکی ګارد:د بلوچستان په سبۍ کې مو د برېښنا دوه...

بلوچ جمهوري غوښتونکی ګارد:د بلوچستان په سبۍ کې مو د برېښنا دوه ستنې مو په چاودېدونکو توکو ونړولې

د بلوچ جمهوري غوښتونکي ګارد (BRG) اعلان کړی چې د بلوچستان د سبۍ ولسوالۍ اړوند د لمجي په سیمه کې یې د اوچ برېښناکوټ څخه کویټې ته غځېدلې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا لېږد دوه پایې (ټاورونه) يې د چاودېدونکو توکو په وسیله ویجاړې کړې دي.

د دې ډلې په وینا، د چاودنې له امله دوه د برېښنا لېږد پایې په بشپړه توګه نړېدلې او دوه نورې پایې هم سختې زیانمنې شوې دي.

بلوچ جمهوري غوښتونکي ګارد (BRG) د دغه برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې دا ډول عملیات به تر هغه دوام وکړي، څو چې د دوی په وینا د بلوچستان د خپلواکۍ هدف ترلاسه نه شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here