بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې يا بياېلای په یوه اعلامیه کې ويلي چې د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ اړوند په خدکوچه سیمه کې یې د پاکستان د پوځ پر کاروان همغږی برید کړی او نښتې لا هم روانې دي.
د ډلې په وینا، د دوی د «فتح سکواډ» په نوم ځانګړې قطعې د پوځ د سرتېرو پر لېږدوونکو بسونو، امنیتي ځواکونو او مرستندویه قطعاتو بریدونه کړي دي.
دې ډلې ادعا کړې چې په دې بریدونو کې تر اوسه له ۴۵ څخه ډېر پاکستاني پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي، خو د دې ادعا په اړه د پاکستان پوځ تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
یادې ډلې ویلي، عملیات لا هم دوام لري او ښايي د نښتو له دوام سره د مرګژوبلې شمېر هم لوړ شي.
د دوی په خبره، د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته به د برید بشپړ جزییات او وروستۍ شمېرې په یوه بله اعلامیه کې خپرې شي.

