جمعه, جولای 17, 2026
Homeافغانستانملګرو ملتونو؛په افغانستان کې د خپل پراختیايي پروګرام نوی استازی وټاکه

ملګرو ملتونو؛په افغانستان کې د خپل پراختیايي پروګرام نوی استازی وټاکه

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې تورهان صالح د چنګاښ له ۲۴مې نېټې راهیسې په افغانستان کې د دې ادارې د نوي استازي په توګه خپله دنده پیل کړې ده.

د دې پروګرام په وینا، صالح تر دې وړاندې د عربي هېوادونو لپاره د دې ادارې په سیمه‌ییز دفتر کې د جګپوړي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې او له دې مخکې یې په ګانا او اریتریا کې هم د ملګرو ملتونو په بېلابېلو پروګرامونو کې کار کړی دی.

نوموړي همدارنګه د جنوبي افریقا لپاره د اپارتاید له پای ته رسېدو وروسته د یونیسف د لومړني پروګرام په جوړولو کې هم ونډه لرلې ده.

دغه پروګرام وایي چې په افغانستان کې یې اوسنی تمرکز د خلکو پر مستقیم ملاتړ، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، مسلکي زده‌کړو، د کروندګرو ملاتړ او د اوبو لګولو، شنوخونو او نورو کوچنیو بنسټیزو پروژو پر پلي کولو دی، څو د سیمه‌ییز اقتصاد له لا زیاتو ستونزو مخنیوی وشي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام اداره د ملګرو ملتونو اصلي پراختیايي بنسټ دی چې په نږدې ۱۷۰ هېوادونو کې فعالیت کوي.

د بېوزلۍ کمول، اقتصادي پراختیا، د عامه خدمتونو پیاوړتیا، د بحرانونو پر وړاندې چمتووالی او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کمول د دې ادارې له اساسي موخو څخه شمېرل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here