پنجشنبه, جولای 16, 2026
Homeافغانستان۱۴ کلن افغان ځوان؛د ایران په اعتراضونو کې څنګه ووژل شو؟

۱۴ کلن افغان ځوان؛د ایران په اعتراضونو کې څنګه ووژل شو؟

د بي‌بي‌سي د افغانستان د حقیقت‌موندنې څانګې په یوه راپور کې ویلي، چې یو ۱۴ کلن افغان هلک، چې په ایران کې زېږېدلی او لوی شوی و، د دغه هېواد د حکومت ضد اعتراضونو پر مهال په ډزو وژل شوی دی.

د راپور له مخې، د «ارمان» په نوم یاد شوی دغه هلک د جنورۍ په ۹مه د تهران په شمال لوېدیځ کې د البرز ولایت په یوه سیمه کې د اعتراضونو پر مهال په سر په مرمۍ لګېدلی و او پنځه ورځې وروسته په روغتون کې مړ شوی دی.

بي‌بي‌سي ویلي، د روغتون، عدلي طب او د ښخولو اسناد ښيي چې د نوموړي د مړینې لامل د وسلې په مرمۍ لګېدل وو.

د ارمان کورنۍ شاوخوا شل کاله مخکې له کاپیسا ولایت څخه ایران ته کډه شوې وه.

د هغه یو ملګري ویلي، ارمان د لومړي ځل لپاره د اعتراضونو د لیدلو لپاره له کوره وتلی و، خو د امنیتي ځواکونو د ډزو پر مهال ټپي شو او وروسته يې روغتون کې ساه ورکړه.

راپور زیاتوي، د ایران د وروستیو اعتراضونو پر مهال د افغانانو د وژل کېدو ځینې نورې ادعاوې هم خپرې شوې، خو ایران په رسمي شمېرو کې د افغان قربانیانو یادونه نه ده کړې.

د ارمان ملګري ویلي، هغه ځان له ایران څخه جلا نه باله، ځکه هلته زېږېدلی او لوی شوی و.

د ده په وینا، په ایران کې لوی شوي افغان ځوانان ځینې وختونه د دغه هېواد له خلکو سره په ټولنیزو خوځښتونو کې همغږي کوي.

د راپور له مخې، د ارمان د فاتحې مراسم په پټه په کور کې ترسره شول، ځکه کورنۍ یې د امنیتي اندېښنو له امله په جومات کې د مراسمو اجازه ترلاسه نه کړه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here