يو شمېر بلوچ رسنيو ادعا کړې، چې د بلوچستان د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار د پاکستاني پوځیانو د لېږد پر یوه کاروان وسلهوال برید کې له ۵۰ څخه زياتو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د راپورونو له مخې، په دغه برید کې لس پوځي بسونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
ویل کېږي، هغه امنیتي ځواکونه چې د مرستې لپاره سیمې ته رسېدلي وو، هغوی هم تر برید لاندې راغلي دي.
د راپورونو له مخې، په سیمه کې لا هم نښتې روانې دي او د کوټې ـ کراچۍ لویه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
تر اوسه د پاکستان پوځ یا نورو رسمي چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

