پنجشنبه, جولای 16, 2026
Homeافغانستاند بشري حقونو د څار سازمان:د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دریو میاشتو...

د بشري حقونو د څار سازمان:د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کې پر افغانستان د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې له ۷۵۰ ډېر ملکيان وژل شوي

د بشري حقونو د څار سازمان د یوناما د راپور پر بنسټ ویلي، چې د روان کال د جون په ۲۹مه د پاکستان هوايي بریدونو د افغانستان پر ختیځو درېیو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژلي او ۴۹ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې له ۷۵۰ ډېر افغان ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ له اړوندو خواوو غوښتي، چې د دغو پېښو په اړه بې پرې او خپلواک تحقیقات ترسره کړي، څو معلومه شي چې ایا د جګړې د قوانینو سرغړونه شوې که نه.

د راپور له مخې، د پاکستاني ځواکونو راکټي بریدونو او توپ اچونو هم د افغانستان په ځینو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې ستونزې رامنځته کړې او ۱۹ روغتیايي مرکزونه یې تړل شوي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، ټولې ښکېلې خواوې مکلفې دي د ملکي وګړو ساتنه وکړي او د دې لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي چې عامو خلکو ته زیان ونه رسېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here