پنجشنبه, جولای 16, 2026
Homeافغانستاند افغانستان د کرکټ تېز توپ اچوونکی؛خلیل احمد د درملنې لپاره هند...

د افغانستان د کرکټ تېز توپ اچوونکی؛خلیل احمد د درملنې لپاره هند ته ولېږدول شو

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند ویلي، چې د هېواد د کرکټ تېز توپ اچوونکی خلیل احمد د ناروغۍ له امله د نورو طبي معایناتو او درملنې د دوام لپاره هند ته لېږدول شوی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات په خپله فېسبوک پاڼه کې له خلکو غوښتي چې د خلیل احمد د بشپړې روغتیا او ژر ښه کېدو لپاره دعا وکړي.

نوموړي د خلیل احمد د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د هغه د درملنې د بهیر څارنه ميرويس اشرف کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here