پنجشنبه, جولای 16, 2026
Homeافغانستانپاکستان:د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري مرستې مو هېڅکله نه دي...

پاکستان:د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري مرستې مو هېڅکله نه دي بندې کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرا‌بي ویلي، چې د ملګرو ملتونو ۴۵ لارۍ له بشري مرستو سره د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتې دي او نورې مرستندویه لارۍ به هم ورپسې ولېږدول شي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې پاکستان هېڅکله د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د رسېدو مخه نه ده نیولې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو او نورو بشري بنسټونو مرستې د اړمنو افغانانو لپاره د تورخم له لارې تېرېږي او پاکستان د دې مرستو د اسانه لېږد لپاره همکاري کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here