د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي د افغانستان پر سرحدي ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه د یوې خپلواکې او بېطرفه څېړنې غوښتنه کړې.
عباسي په یوه یادداشت کې چې د بشري حقونو د څار سازمان پر وېبپاڼه خپور شوی، ویلي چې د ملکي وګړو د وژل کېدو راپورونه د دې اړتیا زیاتوي چې د پاکستاني ځواکونو او د طالبانو د حکومت له خوا د نړیوال بشردوستانه قانون د احتمالي سرغړونو په اړه خپلواکه څېړنه ترسره شي.
نوموړې د ۱۴۰۴ کال د کب د ۲۵مې نېټې د پاکستان هوايي برید ته هم اشاره کړې، چې د کابل ښار د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز شوی و.
هغې ویلي چې د بشري حقونو څار سازمان داسې کوم شواهد نه دي موندلي چې وښيي دغه مرکز د پوځي موخو لپاره کارول کېده.
د عباسي په وینا، د دې بنسټ موندنې ښيي چې پر «امید» مرکز برید د پوځي او ملکي هدفونو ترمنځ له توپیر پرته ترسره شوی، چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې غیرقانوني بلل کېدای شي.
هغې زیاته کړې چې د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونو او توغندیزو بریدونو د سرحدي سیمو د ۱۹ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه هم درولي دي.
د بشري حقونو دې څېړونکې خبرداری ورکړی چې سرحدي سیمو کې بشري وضعیت له دې مخکې هم خراب و، او له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل پر دغو سیمو لا زیات فشار اچولی دی.
عباسي ټینګار کړی چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې ټولې ښکېلې خواوې مکلفې دي چې د ملکي وګړو د زیان د کمولو لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي.
هغې له دواړو لورو غوښتي چې د ګڼ مېشتو سیمو ترڅنګ پوځي اهداف ځای پر ځای نه کړي، او ویلي یې دي چې د جګړې د قوانینو سرغړونه د یوه لوري له خوا، بل لوری له خپلو قانوني مکلفیتونو نه معافوي.

