پنجشنبه, جولای 16, 2026
Homeافغانستاننصير احمد فایق:د یوناما نوې مشره رباب فاطمه دې د افغان ښځو...

نصير احمد فایق:د یوناما نوې مشره رباب فاطمه دې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره ګامونه واخلي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی.

فایق ویلي، د رباب فاطمې ټاکنه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت په مشرتابه کې مهم بدلون دی او نوموړې ته یې د دې مهم مسؤلیت د ترسره کولو په برخه کې د بریا هیله کړې ده.

هغه زیاته کړې، هیله لري چې د رباب فاطمې مشري به د افغان خلکو لپاره د یوناما ملاتړ لا پیاوړی کړي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د ودې او ساتنې په برخه کې، او همداراز به د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د یوه ټول‌شموله او مانادار سیاسي بهیر د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

د افغانستان دایمي استازي ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې سیاسي بهیر باید د یوه سوله‌ییز، باثباته او پرمختللي افغانستان د رامنځته کېدو لپاره د ټولو افغانانو د ګډون زمینه برابره کړي.

د يادونې وړ ده چې رباب فاطمه په رسمي ډول د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش له خوا د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه وټاکل شوه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here