پنجشنبه, جولای 16, 2026
Homeافغانستانرباب فاطمه؛په رسمي ډول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې...

رباب فاطمه؛په رسمي ډول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وټاکل شوه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د بنګله‌دېش تجربه لرونکې ډیپلوماته رباب فاطمه د افغانستان لپاره خپله نوې ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشره ټاکلې ده.

د ملګرو ملتونو د خپرې شوې اعلامیې له مخې، رباب فاطمه به د روزا اوتونبایوا ځای ونیسي.

سرمنشي په همدې اعلامیه کې د اوتونبایوا د خدمتونو ستاینه کړې او د یوناما د لنډمهالې مشرې جورجټ ګانیون له هڅو یې هم مننه کړې ده.

رباب فاطمه له درېیو لسیزو څخه زیاته ډیپلوماتیکه تجربه لري او د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو، نړیوالو همکاریو او پالیسۍ جوړونې په برخو کې یې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.

نوموړې تر دې وړاندې د لږو پرمختللو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وه او همدارنګه یې په نیویارک کې د بنګله‌دېش د دایمي استازې او سفیرې په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړې د ملګرو ملتونو د سولې جوړونې کمېسیون لومړنۍ ښځینه مشره هم پاتې شوې او له دې مخکې یې په جاپان کې د بنګله‌دېش د سفیرې او د کډوالۍ نړیوال سازمان د سیمه‌ییزې استازې په توګه هم کار کړی دی.

رباب فاطمه د امریکا د ټفټس پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند لري.

د هغې ټاکنه په داسې وخت کې شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here